جرمی عدم مسؤلیت
:د عدم مسؤلیت دوه ډوله درخواست لیکونه په کنبرا کې د افغانستان د دقونسلګری په واسطه اجرا کیږي:
الف ـ د هغه افغان وګړو درخواست لیکونه چې په جرمني کې ژوند کوي، او
.ب ـ د هغه بهرنیو اتباعو درخواست لیکونه چې په جرمني ژوند کوي او افغانستان کې ژوند یا کار کول غواړي او یا یې کړی و
افغان وګړي
:لاندې معلومات او هدایات په دقت سره ولولئ
- .الف – د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
ب – دقونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې دقونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه دقونسلګری ته لیږلای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ دقونسلګری ته
.راولېږي
.ج– لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه دقونسلګری ته راولیږي
.درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او دقونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي، لکه: (الف) کوم خدمات غواړي، (ب) بشپړ شهرت لکه نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، (ج) اوسنۍ پته، (د) د اړیکې شمېره -
.فورمه: درخواست کوونکی باید د جرمي عدم مسؤلیت فورمه، چې په دې پاڼه کې موجود دي، تر لاسه او په دواړو انګریزی او پښتو/دری ژبو یې په پوره دقت سره ډکه کړي -
د ګوتو نشان: در خواست کوونکی باید په مخصوصه فورمه کې د خپلو ګوتو نشان ولګوي. مخصوصه فورمه له دې پاڼې څخه او یا د نږدې پولیس مرکز څخه لاس ته راوړلای شئ. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکي باید د خپلو ګوتو نشان -
.د پولیسو په مرکز کې په تخنیکی شکل جوړ او فورمه ټاپه کړي. د هغه پُسته خانو په واسطه د ګوتو نشان هم جوړیدای شي او قونسلگری ته د منلو وړ دی چې د دې کار جواز لري
.د پاسپوټ کاپي: د درخواست کوونکي د پاسپورت کاپي چې کیدای شي د افغانستان، جرمني وي -
.د تذکرې کاپي -
.د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره دقونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمنی د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي -
ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای دقونسلګری ته واستوي. دقونسلګری به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا -
.طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته جرمنی ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره(ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د دقونسلګری څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي
د – محصول: دقونسلګری د یوه جرمي عدم مسؤلیت در طی مراحل او صادرولو په مقابل کې ۱۵ جرمنی یورو محصول اخلي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلگری په ویب پاڼه کې وجود لري. محصول د افغانستان دقونسلګری
په نامه (ایمبسی آف افغانستان)د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه دقونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په
.کارولو (ډیبیټ او کریډیټ) او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې دقونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي
.ر - پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي
وروسته له دې چې دقونسلګری پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د ایمیل په واسطه د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو -
.وزارت ته استول کیږي
.د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو وزارت د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې، اسناد اړوند ارګانونو ته لېږي -
.د بهرنیو چارو وزارت د څیړنو نتایج، چې د مختلفو ارګانونو څخه یاد وزارت سره شریک کیږي، په کنبرا کې د افغانستان دقونسلګری ته لېږي -
دقونسلګری د ا.ا.ج. د بهرنیو چارو د وزارت څخه د نتیجې د ترلاسه کولو وروسته د جرمي عدم مسولیت سند جوړوي او د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه دقونسلګری ته رالېږلی وو، د درخواست -
.(کوونکي په پته (جرمني کې د ننه) لېږل کیږي. (بنأ، دا ډیره مهمه ده چې هر درخواست کوونکی د خپلو اسنادو سره یو خالي ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ کښېږدي او دقونسلګری ته یې راولېږي
- په جرمني کې میشت درخواست کوونکي: په یاد ولری چې د جرمني درخواست ورکوونکي باید دقونسلګری څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. دجرمني اوسیدوونکو ته د هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو
.په صورت کې د دقونسلګری له خوا خبر ورکول کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د دقونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د دقونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې (پرته د رخصتۍ څخه) اخیستلای شي