د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین د آلمان فدرال جمهوریت د پارلمان غړي ښاغلي امید نوري پور سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین د آلمان فدرال جمهوریت د پارلمان غړي ښاغلي امید نوري پور سره ولیدل

کابل - د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب، نن له غرمې وروسته، د آلمان فدرال جمهوریت د پارلمان غړي ښاغلي امید نوري پور سره ولیدل‎. په دې لېدنه کې، اقتصادي همکاریو معین ښاغلي نوري پور ته د ښه راغلاست په ویلو سره آلمان ته د خپل وروستي سفر په اړه د خبرو په ترڅ کې افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې ېې د آلمان دولت او خلکو له مرستو څخه او همدغه راز په دې برخه کې د ښاغلي نوري پور له هلو ځلو څخه قدرداني او مننه وکړه. د خبرو په دوام کې، لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او غځولو، مونیخ امنیتي کنفرانس لپاره چمتوالي، د جمهوري ریاست د ټاکنو، د سولې خبرو اترو او افغانستان او سیمې سره نورو اړوند موضوعاتو په تړاو بحث وکړ. په پای کې، ښاغلي نوري پور دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو غښتلتیا په لاره کې د خپلو هلو ځلو د دوام پخلی وکړ او افغانستان لپاره ېې د آلمان د همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړ.

Read 46 times
Go to Top