د جنرال قونسل پیغام

السلام علیکم، ‌ د المان هیواد د بن په ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال کنسلګرۍ ویب پاڼې ته ښه راغلاست.‌ زه سید نعمت الله ثایر په بن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال کنسل یم، د خپلو ټولو همکارانو په استازیتوب چی دلته په جنرال کنسلګرۍ کی دنده سرته رسوی ستاسي راتګ ته خوښ،‌ سترګې په لار او ښه راغلاست وایم.‌ پرته له شکه دغه ویبپاڼه به د کنسلګرې د کړنو په اړه معلومات، د افغانستان،‌ سیمي او نړۍ په اړه تازه خبرونه خپروی.‌

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال کنسل په توګه،‌ دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چی د خپلو افغانانو په چوپړ کې اوسم،‌ او تر هغه وخته پوري چې په دې پوست کې کار کوم د جرمني او افغانستان ترمنځ ګډې همکارۍ غښتلی او ددواړو ملتونو ترمنځ همغږي او پوهه زیاته کړم.‌ جرمني او افغانستان ترهغه ډیر څه چې نور یي فکر کوي،‌ سره ګډ ارزښتونه  لري چی د دواړو هیوادو د اړیکو د غښتلتیا سبب دی.‌ دواړو هیوادونو په دی وروستیو کې د خپلي ملګرتیا ۱۰۰مه کلیزه هم و لمانځله چې دغه ملګرتیا به یی دوام مومي.‌

افغانستان د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی تر مشرۍ لاندی او د ملي یووالی حکومت په لرلو سره ورځ تر بلی سولی، سوکالۍ او اقتصادي غښتلتیا ته نږدي کیږې.‌ د حکومت په بیلابیلو برخو د سمون راوستنی د افغانانو په ژوند باندی محسوس او مثبت اغیز لرلي دې.‌ په اوسني وخت کې ډیرئ تنکې ځوانان او انجونې چې پخوا د خپلو حقونو څخه محرومې وی،‌ ښوونځیو ته ځې.‌ میرمني د نارینه و سره اوږه په اوږه په ټولو اداراتو په شمول د پولیسو او پوځ کې کار کوې.‌

افغانستان هغه څه چې په رسنیو کې یی د جنګ او جګړو رپوټونه ورکول کیږې، نه دی.‌ بلکه په مختلفو برخو لکه تعلیم،‌ د ښځو حقوق، بنسټیزی پروژی،  اقتصادی پرمختیا، د دندو رامنځته کول او ... نورو کې یي د پام وړ پرمختګونه کړې دې.‌ افغانستان یو ښکلی هیواد دی چی ډیرئ طبیعی زیرمې،‌ ښکلی چاپیریال،‌ شتمن کلتور او مینه ناک وګړي لري.‌ د وګړو د ۶۵ سلنۍ څخه ډیر يي د ۳۵ کلنۍ څخه کم عمر لرې. زمونږ ځوان نسل چی لوړی تعلیمی زده کړی،‌ ژور لید او هوډ لرې، د افغانستان د راتلونکي خوځښت او پرمختګ کارپوهان دي او غواړې ترڅو ګران هیواد یی د سوکالۍ او ابادی موخو ته ورسیږي.‌

د المان هیواد د بن په ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال کنسلګرې د جرمنی هیواد د مرستو چی پخوا یی کړي او اوس یی هم کوی قدرداني کوي. همدارنګه مونږ د جرمني هیواد د ټولو قربانیو چې زمونږ سره یې په ګډه متحمل شوی، په ځانګړي ډول هغه نارینه او ښځینه چی خپل خوږ ژوند یي د جنګ په ډګر کې د ګډ دښمن سره دلاسه  ورکړی، د احترام په سترګه ګوري او قدرداني یي کوې. مونږ همدارنګه د ټولو هغه جرمنی وګړو او مرستندویه کارکونکو چې زمونږ سره یې زمونږ د هیواد په دفاع او بیا ودانولو کې برخه اخیستي،‌ مننه کوو.‌

سره له دي چی افغانستان ډیرې ستونزې لرې خو مونږ داسی یو ملت یو چې د ستونزو د حل وړتیا لرو او بری به مومو

یوځل بیا ښه راغلاست
د سوکاله او اباد افغانستان په هیله
سید نعمت الله ثایر
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال کنسل،‌ بن-جرمنی‌